Тёмный

د «پښتنو قومي عدالت» د لویې جرګې د ملاتړ لپاره د کاناډا په ټورنتو ښار کې لاریون ترسره شو 

Wesal TV - تلویزیون وصال
Подписаться 2,9 тыс.
Просмотров 1,6 тыс.
50% 1

نن د اکتوبر په ۶مه مه، د کاناډا په ټورنتو ښار کې لاریون ترسره شو، چې په کې د لر او بر افغانانو ګډون کړی و.
دا لاریون د پښتون قوم د ظلم، استبداد او حقونو د نه تامینولو په غبرګون کې ترسره شو، چې موخه یې د نړۍ پام د پښتنو پر وړاندې روانو ظلمونو ته اړول وو.
د لاریون ګډونوالو شعارونه ورکول چې د پښتنو پر وړاندې ظلمونه دې ودرول شي او هغوی ته دې د دوی قانوني، مدني او انساني حقوق ورکړل شي.
دا لاریون د خیبر پښتونخوا په سیمه کې د پښتنو لویې جرګې د ناکامولو لپاره د پاکستانیو ادارو له خوا روانو فشارونو، د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) پر غړو بریدونو او نیونو په غبرګون کې ترسره شو.
د پښتنو لویه جرګه، چې د ظلم او استبداد پر وړاندې د پښتنو د ستونزو د حل او نهایي فیصلې لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي، له ګڼو خنډونو او ستونزو سره مخ ده.
د پاکستانیو ادارو لخوا د جرګې پر تنظیموونکو فشارونه او د هغوی د فعالیتونو مخنیوی د دې څرګندونه کوي چې هڅه کېږي د پښتنو غږ چوپ شي.
په ټورنتو کې د لاریون ګډونوالو له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د پښتنو د حقونو په اړه دې بې پروايي او خاموشي ختمه کړي او د هغوی پر وړاندې د ظلمونو مخنیوی وکړي.
ګډونوالو په خپلو ویناوو کې د نړیوالو بشري حقونو بنسټونو ته د پښتنو ستونزې او مظلومیت په ښکاره توګه وړاندې کړ او غوښتنه یې وکړه چې د پښتنو پر وړاندې روان ظلمونه او جبر دې وغندل شي او هغوی ته دې انساني او بنسټیز حقونه ورکړل شي.
په لاریون کې ګډونوالو وویل: چې دوی د خپل وطن په خاوره کې له ظلم او استبداد سره مخ دي او دا ظلم د پښتنو له وجوده د هغوی د حق غوښتنې اواز د غلي کولو هڅه ده. دوی په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې دا ظلمونه ختم کړي او د دوی پر وړاندې له روانو غیرعادلانه اقداماتو سترګې پټې نه کړي."
دا لاریون په ټورنتو کې د لر او بر افغانانو لپاره یوه مهمه هڅه وه، چې د خپل ولس غږ او مظلومیت نړیوالو ته ورسوي او په دې توګه د پښتنو د آزادۍ او حق غوښتنې لپاره یو پیاوړی او اغېزناک غبرګون وښيي.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت د یو مکتوب له لارې پر پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) رسمي په داسې حال کې بندیز اعلان کړ چې دغه غورځنګ راتلونکي جمعه د «پښتنو قومي عدالت» په نوم لویه جرګه رابللې او وروستۍ چمتووالی ورته نیسي.
له دې مخکې منظور پښتین او د غورځنګ ګڼو نورو فعالانو ویلي چې د پاکستان حکومت د جرګې پر وړاندې له هرو ممکنه خڼدونو کار اخلي.
دا جرګه په خیبر کې راغوښتل شوی ده چې تر دې وړاندې، سلګونه کسان راټول شوي او د جرګې چمتووالی روان دی او درې ورځې به دوام کوي.
د جرګې تنظمیوونکو او خیبر کې د جرګې ځای ته ورغلو کسانو تېره اونۍ ویلي و چې پاکستاني پولیسو لږ تر لږه درې ځلې پر دوی حمله وکړه او د دوی درولي خیمې یې ویجاړې کړې دي.
د راپورونو له مخې، پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) له ۲۰۱۴ زېږدیز کال راهیسې د مسید ژغورنې تحریک په نامه فعال و او دوی هغه مهال د ځینو کسانو جبري بې‌درکه کولو، په سیمه کې د ماینونو شتوالي او د سیمې له اوسېدونکو سره د پاکستاني پوځیانو ناوړه چلند خلاف لاریونونه کول.
دغه تحریک په د ۲۰۱۸ کال کې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نامه وپېژندل شو او د دغه تحریک فعالانو د خپل ۲۶ کلن مشر منظور پښتین په مشرۍ د پاکستان لر او بر کې غونډې او لاریونونه وکړل او پر پاکستاني پوځ یې سختې نیوکې وکړې.

Опубликовано:

 

7 окт 2024

Поделиться:

Ссылка:

Скачать:

Готовим ссылку...

Добавить в:

Мой плейлист
Посмотреть позже
Комментарии : 5   
@AbdulqayyumQayyumkakar
@AbdulqayyumQayyumkakar 13 часов назад
الله ج مو بریالې لره ستاسو غیرت ته سلام کوم مونګ تاسو ته زرور لرو نور هم هری قربانی ته چمتو شی چی پر دشمن فشار راولو مننه درنو افغانانو
@FaridMajidi-sd9qz
@FaridMajidi-sd9qz 7 часов назад
لر او بر یو افغان💪❤❤❤🇦🇫
@saeedanwarwazirofficial4057
@saeedanwarwazirofficial4057 2 часа назад
Mashallah qurban mo sam ❤🇦🇫♥️
@MuhammadAkmal-s5e
@MuhammadAkmal-s5e 17 часов назад
الله ج دی ستاسی ملګری سی
@ahmadtareen8154
@ahmadtareen8154 8 часов назад
PTM zindabad ❤❤❤
Далее
جنرال پرویز مشرف او افغانستان
23:22
ОРБИЗ-ГАН за 1$ vs 10$ vs 100$!
19:01
Просмотров 342 тыс.
ОРБИЗ-ГАН за 1$ vs 10$ vs 100$!
19:01
Просмотров 342 тыс.