امان الله خان په ١٩١٩م کال کې د خپلې پاچاهۍ له اعلان وروسته له انګرېزانو څخه د افغانستان خپلواكي اعلان كړه او ۱۰ کاله د افغانستان پاچا پاتې شو. نوموړي غوښت چې د اصلاحاتو په راوستلو دغه هيواد د نړۍ د پرمختلليو هيوادونو سيال کړي. په همدې خاطر نوموړي د اروپايي هيوادونو سفرونو وکړل تر څو په سياسي، پوځي، صنعتي، تعليمي او ټولنيزو برخو کې د دوی همکاري تر لاسه کړي. د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي د امان الله خان د شپږ مياشتنې سفر په اړه ويډيويي راپور جوړ کړی دی.
Originally published at - pa.azadiradio.o...
16 окт 2024