واخان ته د حریت نیوز خبریال تللی او هلته یې د چین هېواد سره د سړک وصل پروژه راپور کړې. د حریت خبریال وايي، چې د ورېښمو دا تاریخي او مهمه اقتصادي لار بیا احیا شوې او سړک د چین تر سرحده رسېدلی دی، چې اوس د سړک د ځينو برخو هوارۍ چارې روانې دي.
اقتصادي چارو شنونکي وايي، چې د دې دهلېز فعالېدا سره به افغانستان سیمه کې په یوه ټرانزیټي نقطه بدل شي، چې ورسره به د هېواد اقتصاد وغوړېږي.
12 сен 2024