لبنان کې روغتونونه وروسته له هغه له ژوبلو کسانو ډک شوي، چې پرون دغه هېواد کې د پېجر په نامه تماس نيولو وسيلو کې چې حزب الله کارولې، هممهاله چاودنې وشوې. دې بريد کې لږ ترلږه دوولس کسان وژل شوي، او نژدې درې زره نور ژوبل شوي دي. ځينې کسان ړانده شوي، نورو ګوتې بايللې يا یې بايد د اړتيا له مخې لاسونه پرې شوي وی. د حزب الله کسانو دا الې، د موبايل ټليفونونو پر ځای، يو بل سره تماس نيولو لپاره کارولې. دا ډله چې ايران يې ملاتړی دی، پړه يې پر اسرائيلو وراچولې، او اوس يې د غچ اخيستو ګوتڅنډنه کړې، چې د پولې دواړه غاړې له نژدې يو کلنې جګړې وروسته، ورسره د ترينګلتيا زياتوالي وېرې بيا ډېرې شوې دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: www.youtube.co...
RU-vid: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto
18 сен 2024