پر ډیورنډ کرښه پرتو د خیبر پښتونخوا په ځینو ولسوالیو لکه مومند، ټانک، بنو، لکي مروت، او کرمه کې ځايي اوسېدونکي وايي، وروستیو ناامنیو یې ژوند او کاروبار ډېر ګډوډ کړی دی. د نا امنیو په تړاو اندېښنې تر هغه وروسته لا ډېرې شوې چې د کورمې ایجنسۍ له ځینو برخو ځایي خلکو وویل چې د پاکستان فرنټیر کور ځواکونو خپلې پوستې پرې ایښې دي. د پوځ له لوري د دې ګام دلیل نه دی روښانه شوی خو د کورمې اوسېدونکي وايي دا کار به وسله والو مخالفینو ته موقع برابره کړي چې هلته ځای پر ځای شي. دا اندېښنې په داسې حال کې په زیاتېدو دي چې د اختر په لومړۍ ورځ کورمه کې چاودنو مرګ ژوبله واړوله.
#bbcpashto #bbcpashtotv #bbcnaraydawakht
Subscribe for more videos: ru-vid.com?s...
RU-vid: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto
17 июн 2024