لبنان کې روغتيا وزارت وايي نن سهار د لبنان جنوب کې د اسرائيلو هوايي ګوزارونو کې ۱۵ کسان وژل شوي، او لسګونه نور ژوبل شوي دي. د اسرائيلو دا بمباري وروسته له هغه کېږي، چې حزب الله لومړی ځل له لبنانه د تل ابيب پر لور يو توغندی ويشتلی دی. د اسرائیلو دغه لوی ښار کې د خبرداري زنګونو داسې حال انګازې کولې، چې پوځ يې ويل، د دغه توغندي مخه یې نيولې ده. د زيان يا مرګژوبلې کوم راپور نه دی ورکړل شوی. حزب الله وايي دا توغندی یې پر دغې ډلې د تازه بريدونو غچ کې د اسرائيلو د استخباراتو ادارې، موساد مرکز پر لور ورتوغولی و.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: www.youtube.co...
RU-vid: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto
24 сен 2024