داسې به ځان مړ په تا پسې کړم چې حېران به شې داسې به دې ځان ته رانیزدې کړم چې حېران به شې داسې به دا هر څۀ بې مزې کړم چې حېران به شې داسې به دې سره بې نشې کړم چې حېران به شې داسې به مې ژبه د قېنچۍ په شان تېره کړمه داسې به دې وخته ژبه پرې کړم چې حېران به شې داسې به دې حسنه له معیاره راګزار کړمه داسې به زړۀ موړ له تماشې کړم چې حېران به شې داسې به دې چاته په یوه خندا ور اوبخښم داسې به دې ژونده بې معنې کړم چې حېران به شې داسې به دې زیاتې وسوسې کړم چې حېران به شې داسې به دې یاد تر نیمې شپې کړم چې حېران به شې داسې به دې یه *بلاله* خلقو ته په ګوته کړم داسې به دې ورک له زمانې کړم چې حېران به شې 🌻🌻🌻بلال فدا سرحدي🌻🌻🌻