د سوات محمد هلال له تېرو څو لسیزو راهیسې په سیند کې ډوب شوي کسان ژغوري او مړي باسي. ۵۰ کلن هلال وايي، دا کار د خدمت په جذبه کوي او تر اوسه یې سلګونه جسدونه موندلي دي. په خیبر پښتونخوا کې په اوړي کې ډېری کسان په سیندونو او نهرونو کې لامبي چې ځینې یې بیا ډوبېږي. له دې پرته د کښتیو ډوبېدو یا طبیعي ناورینونو پر مهال هم خلک په اوبو کې ډوبېږي. د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ.
7 сен 2024