د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او مشهور شاعر ګيله من وزیر ورور عرفات وزیر له دوبۍ اسلام اباد ته رسېدلی دی. هغه وايي په ورور یې ټول پښتون قام غمژن دی چې له وجې یې د دوی پرېشاني کمه شوې ده. هغه زیاته کړه چې تر اوسه یې د ګيله من په حالت، خپله مور نه ده خبره کړې. عرفات وزیر د پيمز روغتون مخې ته، د مشال راډيو همکار ګوهر مسید سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې ګيله من یې د قام خدمت ته وقف کړی وو او کورنۍ یې هرې نتیجې ته تیاره ده.
ګيله من وزیر د شمالي وزیرستان د اسدخېلو اوسېدونکی دی. هغه دوه زامن او درې لوڼې لري. پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې د جولای پر اوومه په اسلام اباد کې د ازاد داوړ په نامه يو تن په مشرۍ ګڼو کسانو پر ګيله من وزیر برید وکړ او هغه یې سخت زخمي کړ. داوړ د شمالي وزیرستان يو ځايي سیاستوال دی او په اسلام اباد کې د جایدادونو د اخیستو او خرڅولو کاروبار لري. تر اوسه نوموړي او په اسلام اباد کې چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
8 июл 2024