د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وايي چې ګيله من وزير ته دا مهال په روغتون کې د ژوند ژغورنې او ساه برابرولو مشين لګېدلی دی. هغه د مشال راډيو خبریال ګوهر مسید سره په دې مرکه کې وويل چې د ګيله من حالت ښه نه دی خو دوی بیا هم د اميد لمن نه پريږدي او له خلکو د دعاګانو خواست کوي.
پښتون ژغورنې غورځنګ په اسلام اباد کې د شمالي وزیرستان د يو تن ازاد داوړ په خلاف د پولیسو سره اېف ای ار درج کړی. د پولیسو سره په درج شوي راپور کې دعوه شوې چې د جولای پر اوومه، داوړ له ګڼو نورو کسانو د يو پلان له مخې پر ګيله من وزير حمله کړې ده. تر اوسه د اسلام اباد پولیسو په دې اړه څه نه دي ويلي او نه هم په دې اړوند څوک نيول شوي دي. د ازاد داوړ هم څه دريځ مخې ته نه دی راغلی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ غړي دا وخت په اسلام اباد کې د پيمز روغتون مخې ته ناست دي. نور حال یې په دې ويډيو کې وګورئ.
7 окт 2024