د خیبرپښتونخوا په نوښار کې د يو خبریال تر وژل کېدو وروسته، خبریالانو په پېښور کې مظاهره کړې ده. د جولای پر ۱۵مه په مظاهره کې شاملو کسانو وويل چې حکومت دې د امنيت ورکولو وعدې پوره کړي. دوی دا احتجاج تر هغې وروسته پيل کړی چې د جولای پر ۱۴مه نامعلومو وسلوالو د حسن زیب په نوم يو خبریال په نوښار کې وواژه. پولیسو د تېر په څېر ويلي يلي چې په دې اړه یې پلټنې پيل کړې دي. خو خبریالان وايي حکومت د وعدو په پوره کولو کې سنجيده نه دی. ويډيويي راپور.
#mashaalradio #pashto #pakistan #peshawar #journalist#protest
7 сен 2024