غزل۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ کمہ سیپارہ کی وائی اخوا شہ او دیخوا شہ؟ کمہ عقیدہ کی وائی اخوا شہ او دیخوا شہ؟ ما ورلہ د غرہ گٹی پہ دی ولو راوڑی دی نن پہ میکدہ کی وائی اخوا شہ او دیخوا شہ دا جینئ لگ اوپختئ چی دا ھلک ئی سہ کیگی ولی پہ پردہ کی وائی اخوا شہ او دیخوا شہ غم راتہ پہ غوگ کی وائی بلہ ڈڈہ واڑوہ یاد راتہ پہ شپہ کی وائی اخوا شہ او دیخوا شہ ما کہ جڑوی نو د شاعر دا بی یاری جوندون ھسی پہ ٹپہ کی وائی اخوا شہ او دیخوا شہ دا سڑے د کوم زی دے؟ بلنہ چا ورکڑی دہ؟ دا چی پہ وادہ کی وائی اخوا شہ او دیخوا شہ مرگ د تاج ئی واوریدو نو خپہ ابلہ ئی منڈی کڑی لار گوری کوسہ کی وائی اخوا شہ او دیخوا شہ ابراھیم تاج..
پناه غــــــــــــواړم له دې دور د انسان نه چې کرتب ئــې دي اغـوښتي د حيوان نه واړه درد او غم دې ستا ياره زمـــــــا شي رب دې تا لرې ساتي د هـــــــر خفګان نه له وصال يوې ګهړۍ خوند بۀ ئـې څۀ وي کُــوم خوندونه چې ئې اخلم د هجران نه بې معنې شم لکه بت راته ځــان ښکاري چــــــــې اووځمــه ستا د ياد شبستان نه ځۀ سراجه د صحرا پۀ لــــــــورې درومۀ دا ستا څۀ دي بــــې له دشت او بيابان نه سراج الحق سراج سوات