ربه ختمه دا وبا کړه (نظم) اے د ویړ کائنات ربه! با کماله "اے بې زیانه بې زواله اے بې مثله بې مثاله" زۀ قربان ستا له جلاله زۀ لوګے ستا له جماله اے عظیمه اے کریمه! اے رحمانه اے رحیمه! اے چې ستا رحم غالب دے ستا په قهر ستا نظر غواړو د مهِر ستا شاهکار تخلیق خفه دے د مرګي په غم اخته دے لوے مجرم دے خطاکار دے سیاه کار دے خو ستا بنده دے ستا د رحم امیدوار دے اے خالقه اے مالکه! اے شافي او کافي ذاته ګناهګار درته فریاد کړي رنځوران دې صحت یاب کړه د خولې لاړې ئې دوا کړه ښۀ پوره شفاء عطا کړه تۀ! قبوله دا دعا کړه ربه! ختمه دا وبا کړه ( آمین ) اااا """"""""""""""""""""""""""""" اااا شهاب عزیز ارمان
دا کس چی اوچت سر د مور دعا باندی ولاړ دی په زمکه چی بی خوفه په دنیا باندی ولاړ دی ای دومره کبر مه کوه نن یی صبا به نه یی ته څه وی چی اسمان جوړی په تاباندی ولاړ دی دی ملک نه که دی غله اویسته هس به پاتی نشي دی ملک کی خو باچا د غلو په شا باندی ولاړ دی پښتون ته چا پیغور د څه ورکړی په څه جهنګ دی په چا باندی ځان وژني او په چا باندی ولاړ دی بصره محبت کی به روا نا روا څه وي بصره هر عاشق خپلی خطا باندی ولاړ دی